په ننګرهار کې د محکمې دوه تنه قاضیان ووژل شول

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې هدفي وژنې دوام لري.

په ننګرهار کې د محکمې دوه تنه قاضیان ووژل شول

 

په ننګرهار ولایت کې د هدفي  وژنو په لړ کې داځل  د یاد شوي  ولایت د استیناف د محکمې  دوه ته قاضیان د ناپیژاندو وسله والو کسانو لخوا ووژل شول.

د  افغانستان د استیناف  محکمې  ویلي دي چې نن  د سهار په ساعتونو کې د جلال آباد ښار په دویمه ناحیه کې  د روښان مینې په سیمه کې ددوې  د محکمې دوه تنه قاضیان  چې  د کور نه  د محکمې  پر لورې  روان ول  د ناپيژانده وسله والو کسانو لخوا په ډزو ووژل شول.

د ویلو ده چې  په ننګرهار ولایت کې پدې وروستیو کې  د هدفي وژنو کچه ښه پسې  لوړه شوې ده . 

د تیرو څو میاشتو په دننه کې پدې ولایت کې  یو زیات شمیر دیني  عالمان  او قومي مشران  د هدفي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت  اوسیدونکي  وايي  چې  د  یاد شوي  ولایت د ولسوالیو په پرتله د ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې امنیت خراب دی.

په جلال آباد کې هدفي  وژنو، وسله  والې غلاوې، وسله والو وژنو او سړي تښتونو کچه  ډیره زیاته  لوړه شوې ده .

 



اړوند خبرونه