په هرات کې په سرحدي پوستې برید شوی دی

د افغانستان په لویدیځ کې د هرات په ولایت کې طالب اورپکو  په یوې سرحدي پوستې  برید کړی دی.

په هرات کې په سرحدي پوستې برید شوی دی

 

د هرات ولایت د پنځم سرحدي غنډ مرستیال بهاوالدین غوري  خبري رسنیو ته ویلي دی چې  طالب اورپکو  د تورغندۍ په سیمه کې  په سرحدي پوستې برید کړی دی.

هغه ویلي دي چې پدې برید کې پنځه تنه سرتیري پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د برید په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه