د افغانستان د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې چاودنه شوې.
په ګردیز ښار کې چاودنه شوې
1226420
د ګردیز نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د ښار په مرکز کې په یو سراچه ډوله موټر کې شوې ده .
د پکتیا ولایت د پولیسو ویاند سردار ولي تبسم خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د ګردیز ښار استقلال مارکیټ مخې ته په یو سراچه ډوله موټر کې د نښول شوي چسپکي بم د چاودنې له امله رامنځته شوې ده .
د هغه په وینا پدې پیښه کې د یو تن ماشوم به ګډون ۴ تنه ټپیان شوي دي.
ټپیان ټول ملکي وګړي دي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی