په افغانستان کې دوه تنه امریکايي سرتیري ووژل شول.

په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو په چوکاټ کې په دنده  بوخت دوه تنه امریکايي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.

1225184
په افغانستان کې دوه تنه امریکايي سرتیري ووژل شول.

 

دا خبره  په افغانستان کې غوڅ ملاتړ ماموریت کړی دی.

د غوڅ ملاتړ ماموریت لخوا په خپور شوي بیان کې  ویلي دي چې  دوه تنه امریکايي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په بیان کې دا ندي ویل شوي چې دا سرتیري چیرته  او څه وخت  وژل شوي دي.

په افغانستان کې پداسې حال کې د دوو تنو امریکايي سرتیرو د وژل کیدو نه خبر ورکول کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ناڅاپي سفر په ترڅ کې پرون د ماښام په ساعتونو کې پلازمینې کابل ته ورسید.

مایک پمپیو په کابل کې لومړی د ولسمشر محمد اشرف غني  او اجراییه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره ولیدل.

پمپیو  د افغانستان د یو شمیر جهادي مشرانو  او نورو مخورو څیرو سره هم  لیدلي دي.

پمپیو  د طالبانو سره  د سولې د روانو مذاکراتو په اړه خوشبیني  وښوده  او وویل چې  په مذاکراتو کې ډیر پرمختګ شوی دی او تمه کیږي چې  په راتلوونکو درې میاشتو کې  نتیجې ته ورسیږي.



اړوند خبرونه