د افغانستان ځانګړو ځواکونو  د هیواد په ختیځ کې  طالبانو ته  ستر ګوزار ورکړی دی.

په ننګرهار کې په لسګونو تنه طالب اورپکي وژل شوي دي

د افغانستان ځانګړو ځواکونو  د هیواد په ختیځ کې  طالبانو ته  ستر ګوزار ورکړی دی.

 

د ننګرهار نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  ځانګړو ځواکونو  په یاد شوي ولایت کې د طالبانو پر خلاف په ترسره کړو عملیاتو کې د ۴۳ تنو طالب اورپکو د وژلو نه خبر ورکړی دی.

امنیتي سرچینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  دا عملیات  د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د شیرزادو په سیمه کې  ترسره شوي دي.

د عملیاتو پر مهال  د ۴۳ تنو  طالب  اورپکي د وژل کیدو خبر ورکړ شوی دی.

سرچیني  ویلي دي چې  دا عملیات  د طالبانو د سرې قطې په ځواکونو  ترسره شوي دي.

د بله پلوه د ننګرهار د والي ویاند  عطاالله خوږیاڼي هم  ویلي دي چې  عملیات  د طالبانو د سرې قطعې په ځواکونو ترسره شوي دي.

د پلو عملیاتو نه مخکې امریکایي ځواکونو هم  په سیمه کې د طالبانو په هدفونو د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي وو.

د سیمې اوسیدونکو هم د عملیاتو پخلی کړی دی او ویلي دي چې  ددینه مخکې  د داعش او طالبانو ترمنځه په سیمه کې قوي نښتې شوې وې. داعش ترهګرې ډلې  ځینې سیمې د طالبانو نه نیولې وې چې  طالبانو ددې سیمو د بیرته نیولو په خاطر سیمې ته ځانګړي ځواکونه استولي وو.

ویل کیږي په وژل شوو  طالبانو کې  د دوه مهم قومندانان هم  شتون لري.



اړوند خبرونه