په کونړ کې د داعش پر خلاف عملیات ترسره شول

د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف پر عملیاتو کې  ۷ تنه ترهګر ووژل شول.

په کونړ کې د داعش پر خلاف عملیات ترسره شول

 

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند  نصرت رحیمي  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  امنیتي ځواکونو  د نورګل په ولسوالۍ کې  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف عملیات ترسره کړي دي.

پدې عملیاتو کې  د داعش ترهګرې ډلې د یو تن مهم قومندان په ګډون ۷تنه وژل شوي دي او د یادې شوې ترهګرې ډلې اړوند  یو زیات شمیر وسلې او مهمات  د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

هغه ویلي دي چې  دا عملیات د خاصو ځواکونو لخوا هدفي عملیات وو چې په نښه شوې  نقطې شوي دي.

 



اړوند خبرونه