په هرات کې په وسله وال برید کې ټپي شوی د ایران د اهل سنت جبهې مشر ومړ

د ایران د اهل سنت جبهې مشر په هرات کې په وسله وال برید کې د ټپي کیدو نه وروسته په روغتون کې ساه ورکړه

1206329
په هرات کې په وسله وال برید کې ټپي شوی د ایران د اهل سنت جبهې مشر ومړ

 

د افغانستان د هرات په ولایت کې د تیرې جمعې پر ورځ  په یو وسله وال برید کې سخت ټپي شوی د ایران د اهل سنت جبهې عمومي مشر ابراهیم صافي زاده  په روغتون کې ساه ورکړه.

د هرات ولایت ځايي مقاماتو ویلي دي چې د ایران د اهل سنت جبهې مشر ابراهیم صافي زاده چې د تیرې جمعې په ورځ د نامعلومو وسله والو په برید کې سخت ټپي شوی وو  په روغتون کې چې د درملنې لاندې وو  ژوند د لاسه ورکړ.

د ایران د اهل سنت جبهه چې د ایران د رژیم سره په مخالفت مشهوره ده د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې  د برید پړه پر ایران اچولې ده .

یادې شوې جبهې ویلي دي چې  دا برید د ایران د رژیم لخوا شوی دی.

ابراهیم صافي زاده  نږدې شل کاله مخکې د ایران د رژیم د ډیرو سختو فشارونو له امله  افغانستان ته راکډه شوی وو.



اړوند خبرونه