د سولې د چینې عملیات

موخه ثبات
هدف د ترهګرۍ پر خلاف مبارزه

د افغانستان  د کاپیسا په ولایت کې چاودنه شوې ده .

په کاپیسا کې چاودنه شوې

د افغانستان  د کاپیسا په ولایت کې چاودنه شوې ده .

 

د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ ولسوال عبدالقدوس مجددي  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د یادې شوې ولسوالۍ د درې افغانیه په سیمه کې  د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې  لږ تر لږه ۴ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

هغه ویلي دي چې چاودنه  د ملکي وګړو د سپرلۍ پرموټر شوې ده .

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

همداشان تیر ماښام  د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې هم  په یو موټر کې د چاودنې له امله  ۲ تنه ټپیان شول.

د ننګرهار امنیتي سرچینو ویلي دي چې چاودنه  په یو کرولا ډوله موټر کې د چسپکي بم د چاودنې له امله رامنځته شوې ده .



اړوند خبرونه