په افغانستان کې د ټول هیواد د استازو په ګډون مشورتي لویه جرګه  پيل شوه.

په افغانستان کې د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د چارچوکاټ د معلومولو په خاطر مشورتي لویه جرګه پیل شوه

1191660
په افغانستان کې د ټول هیواد د استازو په ګډون مشورتي لویه جرګه  پيل شوه.

 

په افغانستان کې د طالبانو سره  د سولې په چارچوکاټ کې د مشورو په خاطر  مشورتي لویه جرګه  رسمآ پیل شوه.

د لویې جرګې د پیلیدو په مراسمو کې لومړی  د قرانکریم  څو ایتونه تلاوت  شول او وروسته  د هیواد ملي سرود وغږول شو.

وروسته  جرګه  د ولسمشر محمد اشرف غني په پرانیست وینا  پیل شوه. د افغانستان ولسمشر  محمد اشرف غني وویل چې ویاړي چې پدې جرګه کې  د هیواد د ۳۴ هیوادونو د استازو د ګډون شاهدي کوي. هغه وویل چې ددې جرګې د ګډونوالو ۳۰ سلنې  ښځې تشکیلوي. لکه څرنګه چې ګورۍ په افغانستان کې  سیاحي تحول بدلون  موندلی دی. نن ورځ تاسې  لا زیات  د ځوانو  مشرانو  او ښځو شاهدي کولای شۍ.

هغه وویل چې  په هیواد کې پایدارې  او تل پاتې سولې ته  رسیدل   زما او د افغانستان د دولت  مهم  لومړیتوب  دی  .

هغه زیاته کړه چې  مشوره یو مهم  اصل  او اړتیا ده. د هر هیواد  مشر  چې کله  د خپل ملت  مشورو ته غوږ نیسي  هغه تل د بحرانونو او مشکلانو نه  ژغورل کیږي. هغه زیاته کړه چې افغانستان یواځنی هیواد دی  چې د جرګو  عنعنه  او دود لري. اشرف غني وویل چې د نورو هیوادونو مشرانو  هڅه کوي چې  ورته  جرګې  رامنځته کړي خو  دا کار په فرمانونو نه کیږي . افغانستان کې د جرګو زرکلن تاریخ لري.

همداشان ولسمشر غني ددې خبرې په ټینګار وویل چې  دا لویه جرګه  ټاکنیز کمپاین ندی  که چیرې ټاکنیز  کمپاین وای نو  نوم  به يي  لویه جرګه  نوی. که چیرې زموږ موخه هم  د ټاکنیز کمپاین ترسره کول وای  نو مونږ پر دې د  لویې جرګې نوم نه ایښوده.

هغه وویل چې  دا لویه جرګه به د طالبانو سره  د خبرو چار چوکاټ  وټاکي.هغه زیاته که چې ددې لویې جرګې  لږ ترینه  لاسته راوړنه به  لږ تر لږه دا وي چې د هیواد  د ګوټ ګوټ نه دا ۳۲۰۰ تنه  به د یو بل سره  اشنايي پيدا کړي  او مشوره به وکړي.

 

ولسمشر غني وویل چې طالبانو ته  چلنج ورکوي که چیرې  د پردیو پر خبرو  او اشارو حرکت نکوي  نو  د سولې  د بین الافغاني  مذاکراتو سره  څه مشکل لري. هغه وویل چې د سولې بهیر  د مشورتې لویې جرګې څخه پیلیږي.

ولسمشر غني وویل چې  سوله نه د طالبانو ده او نه هم  د حکومت، سوله د ملت ده. همداشان  په سوله کې  ګټوونکی او بایلوونکی هم  شتون نلري. په سوله کې ټول ګټوونکي  دي. هغه وویل چې مونږ په دوستۍ باور  لرو که چیرې څوک مونږ  سره  دښمني وکړي  هیڅکله به هم  ورته تسلیم نشو. هغه وویل چې  ټپي شاهین کله هم  تسلمیږي نه بلکې  لا تند کیږي.

همداشان ولسمشر غني  د مشورتې لویې جرګې د ګډونوالو غوښتنه وکړه چې په ډیره ازادانه توګه  خپل نظر بیان کړي.

ولسمشر غني  د خپلې وینا په وروستۍ برخه کې  د هیواد جهادي مشر  عبدالرب رسول سیاف  د مشورتي لویې جرګې د مشرۍ لپاره  پیشنهاد کړ.

د ویلو ده چې  دا مشورتي لویه جرګه به څلور ورځې دوام وکړي.



اړوند خبرونه