د افغانستان د ملي شورا ۱۷ مه دوره نن رسمآ پيل شوه.
د افغانستان ملي شورا نن پرانیستل شوه
د افغانستان ولسي جرګه پداسې حال کې نن په رسمي ډول پرانیستل شو چې اوس هم د پلازمینې کابل ولایت او ځینو نورو سیمو د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې ندي اعلان شوي .
د افغانستان د ملي شورا د اووه لسمې دورې د پرانیستو په مراسمو کې د افغانستنان ولسمشر محمد اشرف غني، اجراییه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، قاضي القضات، لوی څارنوال، د کابینې غړیو، د ملي امنیت شورا رئیس، د سیاسي ګوندونو مشرانو او د بهرنیو هیوادونو ډیپلوماټانو ګډون کړی وو.
د ملي شورا د پرانیستو په مراسمو کې لومړی د قرانکریم تلاوت وشو او وروسته ملي سرود وغږول شو.
د ملي سرود د غږولو نه وروسته د ولسي جرګې موقت رئیس وینا وکړه.
د هغه نه وروسته ولسمشر محمد اشرف غني پرانیست وینا وکړه. ولسمشر محمد اشرف غني پدې وینا کې تر دیره حده په تیره دوره کې خپلې لاسته راوړنې بیان کړې. همداشان د راتلوونکي لپاره يي هم خپل پلانونه او پروژې بیان کړې.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې مونږ باید ملي شورا ۶ میاشتې مخکې پرانیستې وې او په کار يي پيل کړی وی خو د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د پخوانیو کمشنرانو ناغیړیو او بې کفایتۍ له امله د ټولټاکنو پایلې وځنډیدې. ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې ډیر خواشنی دی چې نن په تالار کې د کابل د خلکو استازي شتون نلري خو مونږ باید د تولټاکنو خپلواک کمیسیون ته د کابل د پایلو د اعلانولو په خاطر یو مهلت وټاکو.
ولسمشر غني د سولې د مذاکراتو په مسئلې هم ټینګار وکړ او وویل چې د سولې مذاکرات به د پارلمان د مشورې نه پرته ترسره نشي.
هغه په خپله وینا کې د حکومت لخوا د اوبو د معارولو او مدیریت په مسئلې هم ټینګار وکړ او وویل چې یو زیات شمیر بندونه جوړ شوي او په لسګونو کوچنیو بندونو په جوړولو کار روان دی او د لوی بندونو چارې به هم ګړندۍ کړي.
ولسمشر غني وویل چې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې پورې به یو زیات شمیر پروژې سرته ورسوي چې په سر کې د هیواد د تاریخي شخصیتونو قبرونه، تاریخي ماڼۍ او جوماتونه شتون لري.
هغه وویل انشاالله چې د ولسمشرۍ ټاکنې به ترسره شي او زمونږ هیله داده چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې د څو ورځو په دننه کې اعلان شي.
نوموړي مراسم د یو تن سناتور په دعایه سره پایته ورسیدل.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی