په کندوز کې ۱۰ تنه افغان امنیتي سرتیري وژل شوي

طالبانو په کندوز کې پر افغان ځواکونو خونړی برید کړی دی

په کندوز کې ۱۰ تنه افغان امنیتي سرتیري وژل شوي

 د افغانستان د کندوز په ولایت کې  د طالبانو په برید کې لږ تر لږه لس تنه پولیسو وژل شوي دي.

د کندوز ولایت د ولایتي شورا  رئیس محمد یوسف ایوبي خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو د چارې درې په ولسوالۍ کې د پولیسو په پوستې  د برید نه وروسته نښته رامنځته شوې ده .

هغه ویلي دي چې د طالبانو په برید کې  ۱۰ تنه پولیس مړه او ۱۲ تنه نور  ټپيان شوي دي.

د برید مسئولیت طالبانو په اړه اخیستی دی. طالبانو پدې برید کې  ګن شمیر افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اړولو سربیره  د ګن شمیر افغان ځواکونو د اسیر نیولو ادعا هم  کړې ده .



اړوند خبرونه