د افغانستان  په ختیځ ننګرهار ولایت کې  نن  سهار یو ځل بیا چاودنه وشوه.

په جلال آباد کې چاودنه وشوه

1181011
د افغانستان  په ختیځ ننګرهار ولایت کې  نن  سهار یو ځل بیا چاودنه وشوه.

 

د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  نن  د سهار په ساعتونو کې  د جلال آباد ښار د پنځمې  ناحیې په مربوطاتو کې  د پولیسو په یو رینجر ډوله  موټر  چاودنه وشوه.

د ننګرهار د والي ویاند  عطاالله خوږیاڼي د پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې  نن  د سهار په ساعتونو کې  د جلال آباد  ښار په پځمه ناحیه کې  د پولیسو په یو رینجر  د سړک په غاړه کې ځای په ځای شوی  بم وچاودید.

پداسې حال کې چې د والي ویاند  پدې چاودنه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي خو عینې شاهدانو  بیا  د یو تن  د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.

د یادولو وړ ده چې  د تیرې یوې اوونۍ راهیسې د چا خبره هره ورځ په جلال آباد کې چاودنو خبر خپریږي.

په ننګرهار ولایت کې پدې وروستیو کې امنیتي وضع  د پام وړ خرابه شوې ده . د ننګرهار والي  شامحمود  میاخیل  د تیرو  چاودنو او ناامنیو په اړه ویلي وو چې پدې  ناامنیو کې  د ننګرهار ولایت ځینې زورواکي  لاس لري. هغه ویلي وو چې  داسې اسناد او شواهد په لاس کې لري چې  وروستي بریدونه نه د طالبانو او نه هم  د داعش لخوا شوي دي. دا بریدونه پخپله  د ځینو زورواکو لخوا  ترسره کیږي.



اړوند خبرونه