د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه وشوه.
په جلال آباد کې چاودنه وشوه
د جلال آباد نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د تجارتي مرکز په مخکې شوې ده .
د افغانستان سیمه ایزو رسنیو بیا ویلي دي چې چاودنه د جلال آباد په ښار کې د سلطانزي پلازه په مخکې شوې ده .
پداسې حال کې چې کومې رسمي سرچینې پدې پيښه کې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي خو عیني شاهدانو بیا پدې پیښه کې د ۶ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
د ویلو ده چې تیره ورځ هم د جلال آباد ښار په دریمه ناحیه کې د پولیسو په یو موټر چاودنه شوې وه چې له امله يي دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او ۷ تنه نور ټپیان شوي وو.
همداشان د تیرې خالي پر ورځ هم په جلال آباد کې دوه پرله پسې چاودنې شوې وې چې له امله يي تر شلو تنو ډیرو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی