د افغانستان په ختیځ  ننګرهار ولایت کې د پولیسو پر موټر  چاودنه وشوه.

په جلال آباد کې چاودنه شوې

1178714
د افغانستان په ختیځ  ننګرهار ولایت کې د پولیسو پر موټر  چاودنه وشوه.

 

د ننګرهار ولایت د په دریمه ناحیه کې  د پولیسو  د موټر د تیریدو پر مهال  چاودنه وشوه چې له امله يي یو تن  پولیس  او یو تن ملکي وګړ مړ او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې  پدې پيښه کې یو تن پولیس او یو تن ملکي وګړي ژوند  د لاسه ورکړی او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. د ویلو ده چې  د تیرې خالي پر ورځ هم  په جلال آباد ښار کې دوه پر له پسې چاودنې شوې چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.



اړوند خبرونه