د افغانستان  د بادغیس  په ولایت کې  طالبانو ته  ډیر ستر ګوزار ورکړ شوی دی.

په بالامرغ آب ولسوالۍ کې په لسګونو تنه طالب اورپکي وژل شوي دي

1178881
د افغانستان  د بادغیس  په ولایت کې  طالبانو ته  ډیر ستر ګوزار ورکړ شوی دی.

 

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د بادغیس ولایت د بالامرغ آب په ولسوالۍ کې  د لسګونو تنو  طالب اورپکو د وژلو  نه خبر ورکړی دی.

د دفاع وزارت په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  د بالامرغ آب پ ولسوالۍ کې  د تصفیوي او تهاجمي عملیاتو په لړ کې  لږ تر لږه  ۹۹ تنه طالب اورپکي وژل شوي  او ۳۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

په بیان کې راغلي دي چې  د بالامرغ آب په ولسوالۍ کې  ۴۸ ساعته مخکې پیل شوي  تصفیوي او تهاجمي عملیات د خپل ټول شدت سره  دوام لري. د عملیاتو په لړ کې  تر اوسه پورې  ۹۹ تنه  طالب اورپکي له منځه وړل شوي او ۳۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

همداشان  د نوموړو عملیاتو په لړ کې  د طالبانو اړوند یو زیات شمیر نقلیه وسایط، وسلې او مهمات هم  د امنیتي ځواکونو لاس ته غورځیدلي دي.

د افغانستان د دفاع د وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې پدې عملیاتو کې  ۸ تنه د ملي اردو سرتیري او ۴ تنه هم  د پولیسو سرتیرو  ژوند د لاسه ورکړی  او لس تنه د ملي اردو سرتیري  او ۲۴ تنه هم  د پولیسو سرتیري ټپيان شوي دي.

د ویلو ده چې  طالبانو  څو ورځې مخکې  پدې ولسوالۍ  د څو خواوو نه  بریدونه پيل کړي وو او حتا  ددې ولسوالۍ د نیولو  ادعا يي هم  کړې وه خو  د افغانستان د دفاع وزارت بیا  دا ادعا رد کړې وه. طالبانو په بالامرغ آب ولسوالۍ کې  ۳۵ تنو افغان سرتیرو د وژلو او ګن شمیر نورو د اسیر نیولو ادعا هم  کړې وه.



اړوند خبرونه