د امریکايي ځواکونو درې تنه افغان ژباړونکې ووژل شول
د افغانستان د پروان په ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر افغان ژباړونکو خونړی برید شوی.
د پروان ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د امریکايي ځواکونو په درې تنو ژباړونکو هله برید وشو چې وظیفې د ځای نه د خپلو کورونو پر لورې روان ول.
دا پیښه پرون رامنځته شوې ده.
د پروان ولایت د والي ویاند وحید شاهکار نن خبري رسنیو ته وویل چې د امریکايي ځواکونو درې تنه افغان ژباړونکې چې د بګرام په هوايي هډه کې دنده ترسره کوله تیره ورځ د خپل کور لورې روان ول چې د نامعلومو وسله والو لخوا پرې برید وشو.
په پیښه کې درې واړو ژباړونکی ژوند د لاسه ورکړی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی. د یادولو وړ ده چې پدې وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د هدفي وژنو کچه د پام وړ لوړه شوې ده.
د هدفي وژنو لړۍ د هیواد په ډیرو ولایتونو کې پیل شوې ده . برید کوونکي د هدفي وژنو لپاره ډیری د موټر سایکل نه کار اخلي. دوه تنه په موټر سایکل سپاره راځي یو تن برید کوونکي او بل تن بیا موټر سایکل چلوي. تر اوسه پورې د نوموړو برید کوونکو نه یو هم ندی نیول شوی.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی