د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ آژانس تیکا د افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي.
تیکا داځل د افغانستان په شمال کې په بغلان ولایت کې د اطلاعاتو او کولتور د ریاست په همکارۍ ښځو ته د ترکي ژبې د زده کړې او مسلکي کورسونه پرانیستي دي.

د تیکا آژانس د مزار شریف د دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې تیکا چې په ټول افغانستان کې د تعلیمي او روغتیایي سکتور په ګډون په هرو برخو کې ډیرې مهمې پروژې سر ته رسولي دي داځل يي د بغلان ولایت کې ښځینه مسلکي او د ترکي ژبې د زده کړې کورسونه پرانیستي دي.
د نوموړو مسکي کورسونو نه موخه د سیمې ښځې په خپلو خپو درول او د کورنیو سره په اقتصادي برخو کې مرسته کول دي. ویل کیږي د نوموړو کورسونو په چوکاټ کې د ګلدوزۍ، خیاطۍ ، سینګار ، ترکي ژبې او قرانکریم په برخو کې زده کړې ورکول کیږي.
د نوموړو کورسونو د زده کوونکو نه یوې مارینا رسولي ویلي دي چې « درې میاشتې مخکې د رسنیو له لارې د ښځو د مسلکي کورسونو په اړه خبر ترلاسه کړ. وروسته مې مراجعه وکړه او پدې کورس کې مې د ګڼډولو یا خیاطۍ په برخه کې په زده کړو پيل وکړ. ډیر څه مې زده کړي دي او د خوښۍ احساس کوم. د نوموړو کورس د پایته رسولو سره به زه د یو مسلک خاونده شم. ددې مسلک له برکته به هم په خپلو خپو ودریږم او هم به وکولای شم چې د خپلې کورنۍ سره په اقتصادي برخه کې مرسته وکړم. »
همداشان د بغلان د نارین په ولسوالۍ کې د ښځینه مسلکي کورسونو یوې بلې زده کوونکې خدیجه طاهري بیا ویلي دي چې د سینګار په مسلکي کورس کې په زده کړو بوخته ده. ډیر څه يي زده کړي دي او د کورس د پایته رسولو سره به د مسلک خاونده شي. هغې ویلي دي دا چې په نارین ولسوالۍ کې د ښځو د سینګار ځای یا اریشګاه نشته ما وغوښتل چې دا مسلک زده کړم. هم د سیمې ښځو ته خدمت وکړم او هم د خپلې کورنۍ سره د اقتصادي پلوه ملاتړې شم.
نوموړو د ترکیې نه د نوموړو ګټورونو پروژو او پروګرامونو له امله مننه وکړه.
د ویلو ده چې تیکا د بغلان ولایت د پلخمري او نارین په ولسوالۍ کې دا کورسونه پرانیستي دي. ددې شپږ میاشتنیو کورسونو په چوکاټ کې ۳۰۰ ښځو ته مسلکي زده کړې ورکول کیږي. همداشان د کورس د خلاصیدو نه وروسته به د نوموړو فارغینو ته لازم سامان آلات ورکړل شي.
اړوند خبرونه

د القاعدې د شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا په برید کې ووژل شو.
امریکا له افغانستانه له وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره پر افغانستان برید کوي.