افغانستان یو بل ښوونځي هم د ترکیې د معارف وقف ته وسپاره

په افغانستان کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان اړوند  یو بل ښوونځی هم  د ترکېې د معارف وقف  ته  وسپارل شو.

1173158
افغانستان یو بل ښوونځي هم د ترکیې د معارف وقف ته وسپاره

 

د ننګرهار نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن  د سهار په وختي ساعتونو کې  د ننګرهار امنیتي ځواکوو  په جلال آباد ښار کې د فتح الله ګولن اړوند  په ښوونځي چاپه واچوله.

ښوونځی  د ترکیې د معارف وقف ته د سپارولو په خاطر  چارې پيل شوې.

د ویلو ده چې  په افغانستان کې د فتح الله ګولن سازمان اړوند  ډیری ښوونځي  د ترکیې د معارف وقف ته سپارل شوي.

ترکیې د پوهنې وزارت  د افغانستان سره  ژمنه کړې ده چې  د معارف وقف ته د سپارل شوو ښوونځیو  په مفرداتو او  درسي پروګرامونو کې به هیڅډول  ستونزه رامنځته شي او حتا  ددې ښوونځیو  درسي ظرفیت  او پروګرامونه به لا قوي  کړي.

ترکیې د افغانستان سره ژمنه  کړې ده چې لا زیات  ښوونځي به جوړ کړي  .



اړوند خبرونه