په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې څه باندې دوه میاشتې نورې هم وځنډیدې.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې شپږمې نیټې ته وځنډیدې

1167811
په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې څه باندې دوه میاشتې نورې هم وځنډیدې.

 

د افغانستان د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون  تیره ورځ  د ولسمشرۍ ټاکنې چې ټاکل شوې وه  د چنګاښ  په میاشت کې ترسره شي  د تلې میاشتې ته د ځنډولو نه خبر ورکړ.

د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون تیره ورځ  وویل چې  د هیواد د سیاسي ګوندونو، مدنې ټولنو  او د ولسمشرۍ  د نوماندانو سره  د سلا مشورې په نتیجه کې  د لا رڼو، عادله او پرته د هر ډول  مشکلاتو د ټاکنو د ترسره کولو په خاطر  ټاکنو نیټه  چې  ټاکل شوې وه  د چنګاښ په میاشت کې  ترسره شي  د تلې د میاشتې  ۶ مې نیټې ته  د ځنډولو پریکړه وشوه.

د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې  په افغانستان کې د ولسمشرۍ، د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو  او د غزني ولایت پارلماني ټاکنې  به  د ۱۳۹۸ میلادي کال  د تلې په شپږمه نيټه  ترسره شي.

د ویلو ده چې  د افغانستان د ټولټاکنو د قانون له مخې په پام کې وه چې  ټاکنې د اپریل په ۲۰ مه نیټه  ترسره شي چې وروسته  د ځینو مشکلاتو له امله ټاکنې درې میاشتې د ځنډیدو  پریکړه وشوه.

همداشان  په افغانستان کې د ټولټاکنو په قانون کې د تعدیل  او ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون  د مشرانو او ټولو غړیو  له سره د ټاکل کیدو نه وروسته  یو ځل بیا  د ټولټاکنو د ځنډولو پریکړه وشوه.

د بله پلوه  د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ  ویلي دي دا چې  د ټولټاکنو کمیسیون خپلواکه دی د هغوې  هرې پریکړې نه ملاتړ کوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني بیا ویلي دي چې  ددې وروسته د ټاکنو د مودې  د ځنډولو  زغم  نور نلري. دا باید وروستی  ځل وي چې د ټاکنو موده  ځنډول کیږي.



اړوند خبرونه