د افغانستان  په لويديځ هرات ولایت کې  چاودنه وشوه.

په هرات کې چاودنه وشوه

1166473
د افغانستان  په لويديځ هرات ولایت کې  چاودنه وشوه.

 

د هرات ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن د ماسپخین په ساعتونو کې د هرات د نهمې او دولسمې ناحیې په منځ کې  په یوې ریکشا کې  چاودنه وشوه.

د هرات د د پولیسو ویاند  ولي زاده خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه  په ۲ او ۴۰ دقیقو د سکینې عما په سیمه کې  د نهمې او دولسمې ناحیو ترمنځه  رامنځته شوې ده .

هغه پدې چاودنه کې  لږ تر لږه  د یو تن د وژل کیدو  او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پيښې ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي. د ټپیانو نه  د بعضو روغتیايي حالت باریکه ښودل شوی دی.

د برید مسئولیت چا په غاړه ندی اخیستی.

د بله پلوه په هرات ولایت کې د زورورو بارانونو په پایله کې د راوتلو سیلابونو له امله هم  لږ تر لږه  ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

سیلابونو یو زیات شمیر کورونو ته  زیان  اړولی دی.  



اړوند خبرونه