په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو اړوند  بې پيلوټه الوتکه لویدلې.

په بګرام کې د امریکايي ځواکونو ډرون الوتکې سقوط وکړ

1165631
په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو اړوند  بې پيلوټه الوتکه لویدلې.

 

ویل کیږي  دا الوتکه د افغانستان په شمال کې د پروان ولایت اړوند  د بګرام په ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو هډې ته نږدې لویدلې ده .

په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو د ډرون الوتکې د لویدو پخلی کړی دی.

په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو پدې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ددوې اړوند  ډرون الوتکه  د تخنیکي ستونزې له امله  د پروان ولایت د بګرام په ولسوالۍ کې  د امریکايي ځواکونو هډې ته نږدې په شړه سیمه کې غورځیدلې ده .

په پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.

په بیان کې راغلي دي چې د ډرون الوتکې د لویدو په اړه تحقیقات پیل شوي دي . په بیان کې د لویدلې الوتکې د نوع په اړه څه ندي ویل شوي.



اړوند خبرونه