په کونړ ولایت کې چاودنه وشوه.

د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې چاودنه شوې

په کونړ ولایت کې چاودنه وشوه.

 

د کونړ  ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې د کونړ  ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې  چاودنه وشوه.

د کونړ  د والي ویاند  عبدالغني مصمم  د پیښې پخلی کړی دی. هغه ویلي دي چې نن د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې په څوکۍ ولسوالۍ کې چاودنه شوې ده .

هغه په چاودنه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي  ویلي.

د بله پلوه  د کونړ ولایت یوې امنیتي سرچینې بیا ویلي دي چې پدې چاودنه کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی  او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

د ویلو ده چې په کونړ ولایت کې د دولت د مخالفو ډلو طالبانو سربیره  د داعش ترهګره ډله هم  پراخه فعالیت  لري.

پدې ولایت کې کله نا کله بیا د طالبانو او داعش ترهګرو ترمنځه هم  نښتې کیږي.



اړوند خبرونه