د افغانستان په پلازمینه کابل کې د جهادي مشر د تلین لمانځغونډې د ځای ترڅنګ  چاودنې شوې.

په کابل کې د څو پرله پسې چاودنو غږونه اوریدل شوي دي

1158732
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د جهادي مشر د تلین لمانځغونډې د ځای ترڅنګ  چاودنې شوې.

 

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د پخواني جهادي مشر عبدالعلي مزاري د تلین د  لمانغونډې د ځای  ترڅنګ   چې  پخواني ولسمشر  حامد کرزي، اجراییه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ، پخواني د ملي امنیت سلاکار او د ولسمشرۍ نوماند محمد حنیف اتمر، حاجي محمد محقق او یو زیات شمیر نورو  مخورو او سیاسي مشرانو ګډون کړی وو  چاودنې شوې دي.

د سیمې نه په ترلاسه شوو معلوماتو کې ویل شوي دی چې  د ۱۲ چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

همداشان د چاودنو نه وروسته د سپکو وسلو ډزې هم  اوریدل شوي دي.

ځینو  عیني شاهدانو بیا  ویلي دي داسې ښکاري چې د تلین د مراسمو ترڅنګ  د هاوان  توغندي لګیدلي وي.

ځايي خبري رسنیو پدې پيښه کې  د مرګ ژوبلې نه هم  خبر ورکړی دی.



اړوند خبرونه