د افغانستان په شمال کې  په فاریاب ولایت کې  په نښتو کې ۲۶ تنه طالب اورپکو ته مرګ ژوبله واوښته.

په فاریاب کې طالبانو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان په شمال کې  په فاریاب ولایت کې  په نښتو کې ۲۶ تنه طالب اورپکو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند  کریم یورش  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  طالبانو  تیره شپه  د قیصار ولسوالۍ د ارکلیک  په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل چې وروسته  سخته نښته پيل شوه. طالبان  د څو ساعته نښتې نه وروسته تیښتې ته اړ شول.

هغه ویلي دي چې پدې نښته کې د طالبانو د یو مهم ډلمشر مولوي عصمت الله عصمت په ګډون ۱۸ تنه طالب اورپکي وژل شوي او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه ویلي دي چې پدې نښته کې  درې تنه  افغان سرتیرو هم  ژوند  د لاسه ورکړی  او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

د بله پلوه  طالبانو بیا  پدې نښته کې افغان ځواکونو ته د درندې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده .

 

 



اړوند خبرونه