صبغت الله مجددي ومړ
د افغانستان پخوانی ولسمشر او جهادي مشر ومړ
1143122
د افغانستان جهادي مشر او د جهاد د بري نه وروسته لومړنی ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي ومړ.
صبغت الله مجددي د ۹۳ کلونو په عمر ددې نړۍ نه سترګې پټې کړې.
مجددي د کابل د سردار محمد داود خان په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړ.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د مجددي جنازه به د چارشنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شي.
د مجددي زوی خبري رسنيو ته ويلي دي چې پلار يي د ورپيښې شوې ناروغۍ له امله په سردار محمد خان روغتون کې بستر وو چې د دوشنبې د ورځې د شپې په ناوخته ساعتونو کې ژوند د لاسه ورکړ.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی