طالبانو ته د خلیلزاد ځواب

زلمي خلیلزاد وویل، که طالبان د سولې په اړه د مذاکراتو غوښتنه کوي مذاکراتو ورسره کوو  او که چیرې  جګړه غواړي جګړه ورسره کوو.

1127488
طالبانو ته د خلیلزاد ځواب

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو  د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي  زلمي خلیلزاد وویل، که طالبان د سولې په اړه د مذاکراتو غوښتنه کوي مذاکراتو ورسره کوو  او که چیرې  جګړه غواړي جګړه ورسره کوو.

خلیلزاد  دا څرګندونې  د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د امریکا په سفارت کې خبري کنفرانس ته وکړې. هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د سولې د مذاکراتو په خاطر  پر طالبانو باندې فشار راوستل  ډیر مهم  دي.

هغه وویل که چیرې  طالبان  د سولې په اړه مذاکراتو غوښتونکي وي  مونږ  ورته  حاضر یو  او که چیرې د جنګ  کولو غوښتنه کوي  ورسره جنګیږو.

هغه وویل چې  د سیمې هیوادونه هم  د سولې د مذاکراتو نه پوره ملاتړ کوي. انشاالله چې په نږدې راتلوونکې کې به پدې اړه  نتیجې ته ورسیږو.

خلیلزاد وویل چې د طالبانو سره  په مخامخ لیدنه کې  دا ندي ویلي چې  ګواکې په افغانستان کې امریکايي  هډې  تل پاتې دي. امریکا هم  پدې اړه کوم نیت نلري.

هغه وویل چې  امریکا د افغانستان سره اوږد مهال  او قوي  اړیکي غواړي. البته چې هم  په سیاسي، هم په پوځي، هم  په اقتصادي او هم  په ډیپلوماتیکو برخو کې.

د ویلو ده چې د امریکا سره د طالبانو مذاکره کوونکي هیئت  دوه ورځې مخکې ګواښ وکړ که چیرې  امریکا  د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو نيټه معلومه نکړي  او حالات په همدې شان دوام وکړي  دوې به د مذاکراتو نه لاس واخلي.



اړوند خبرونه