په ننګرهار کې د داعش یو ډیر مهم قومندان ووژل شو

داعش یو بل مهم قومندان هم ووژل شو

1123817
په ننګرهار کې د داعش یو ډیر مهم  قومندان ووژل شو

 د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې  د داعش ترهګرې ډلې  یو ډیر مهم  قومندان  ووژل شو.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې  په ننګرهار ولایت کې د غوڅ ماموریت  د هوايي برید  په پایله کې د داعش ترهګرې ډلې  یو ډیر مهم  مشر  قومندان خاطب امیر  وژل شوی دی.

په بیان کې راغلي دي چې  قومندان خاطب امیر د داعش ترهګرې ډلې د بریدونو همغږی کوونکی، د چاودیدونکو توکو برابرونکی  او په ټول هیواد کې د مخورو او مهمو شخصیتونو  د وژل پلان جوړونکی  وو.

په بیان کې  دا ندي ویل شوي چې  نوموړی  د ننګرهار په کومه سیمه  کې  وژل شوی دی.



اړوند خبرونه