د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولایت کې د خونړۍ فعاجعې مخه ونیول شوه.
د ننګرهار د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو یو موټر بم کشف کړ
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د خونړۍ پیښې مخه ونیوله.
په بیان کې راغلي دي چې ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ کې د ملي امنيت عموميرياست ځانګړو ځواکونو يو موټر بم مخکې له چاودنې کشف او شنډ کړ.
د معلوماتو له مخې شينوارو ولسوالي لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم ولسوال سيف الله ته د پېښور شورا دستور ورکړی و ترڅو له دغه موټر بم څخه په ګټې اخيستنې د امنيتي ځواکونو پر کاروان بريد وکړي.
یاد موټر کې، چې شاوخوا سل کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي ځای پر ځای شوي و له لعلپوې ولسوالۍ څخه روداتو ولسوالۍ ته راوړل شوی و.
امنیتي ځواکونو موټر بم مخکې ددینه چې خپل شوم هدف ته ورسیږي کشف او شنډ کړ.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی