د کابل د تيرې ورځې په خونړي بريد کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی

په کابل کې نښته د بريد کوونکو په وژلو سره پايته ورسيده

1112932
د کابل د تيرې ورځې په خونړي بريد کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی

د افغانستان په پلازمينه کابل کې د کار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو د وزارت د معينيت پر ودانۍ د تيرې ورځې د ډله ايز بريد د مرګ ژوبلې وروستۍ شميره اعلان شوه. 

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ويلي دي چې پدې خونړي بريد کې ۴۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر شلو تنو ډير ټپيان شوي دي. 

د عامې روغتيا وزارت وياند خبري رسنيو ته ويلي دي چې د پرون مازيګر راهيسې د نوموړي پيښې د ۴۳ تنو قربانيانو مړي روغتونونو ته راوړل شوي دي . هغه ويلي دي چې ۲۳ تنه هم ټپيان روغتونونو ت راوړل شوي دي چې د درملنې لاندې نيول شوي دي. 

د ويلو ده چې پرون د مازيګر په ساعتونو کې يوې ډلې بريد کوونکو د کابل لومړي مکروريانو په سيمه کې د ټولګټو وزارت تر څنګ د شهيدانو او معلولينو د وزارت د معينيت پر ودانۍ ډله ايز بريد وکړ. 

بريد کوونکو لومړی د معينيت په دروازې د موټر پر مټ چاودنه وکړه او وروسته نور بريد کوونکي ودانۍ ته ننوتل. 

امنيتي ځواکونه سيمې ته راورسيدل او سيمه يي کلا بند کړه. 

بريد کوونکي د ساعتونو ساعتونو جګړې نه وروسته له خپو وغورځول شول. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې امنيتي ځواکونو د ياد شوي معينيت په سلګونو تنه کار کوونکي ژغورلي دي

د پيښه پداسې حال کې رامنځته کيږي چې د افغانستان ولسمشر د هيواد د امنيتي وضعيت د ښه کولو په خاطر دوه ورځې مخکې د دفاع او کورنيو چارو وزيران بدل کړل. 

ولسمشر د افغانستان د ملي امنيت رياست دوه تنه پخواني رئيسان د دفاع او کورنيو چارو د وزيرانو په توګه وټاکل.



اړوند خبرونه