په کابل کې چاودنه وشوه

په کابل کې د ۱۶ حوزې په مربوطاتو کې چاودنه وشوه

1112639
په کابل کې چاودنه وشوه

د افغانستان  په پلازمینه کابل کې  درنده  چاودنه وشوه.

د کابل د پولیسو ویاند  د چاودنې پخلی کړی او ویلي دي چې چاودنه  د ۱۶ حوزې په مربوطاتو کې  رامنځته شوې ده .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې  برید  د کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو  د وزارت په معینیت  شوی دی.

کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې  برید کوونکو  لومړی  پر معینیت  د موټر پر مټ  برید وکړ  او وروسته  نور برید کوونکي  ودانۍ ته  ننوتل .

امنیتي ځواکونو سیمه  محاصره کړې  او نښته دوام لري. د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي.



اړوند خبرونه