په ننګرهار کې تر شلو ډیر داعشیان ووژل شول

په ننګرهار کې د داعش پر خلاف عملیات دوام لري

1090746
په ننګرهار کې تر شلو ډیر داعشیان ووژل شول

د افغانستان  په ختیځ ننګرهار ولایت کې  داعش ترهګرې ډلې ته  ستر ګوزار ورکړ شو.

د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  پدې هیواد کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف پر روانو عملیاتو کې  لږ تر لږه ه ۲۱ تنه  له منځه وړل شوي دي.

په ننګرهار ولایت کې  د ۲۰۱ سیلاب قول اردو  لخوا د خپور شوي بیان له مخې  پدې ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف په روانو عملیاتو کې ۲۱ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.

سربیره پر دې پدې عملیاتو کې د داعش ترهګرې ډلې اړوند ۸ د وسلو او مهماتو ډیپوګان، یو روغتیایي کلینیک، یو ورکشاپ، ۲ موټر سایکلې، یو زیات شمیر سپکه او درنده وسله، ۴ د کمپوټرو  مرکزونه  ترهګرو اړوند ګن شمیر اسناد او مهمات  کشف  او له منځه وړي دي.



اړوند خبرونه