طالبانو داځل په دایکندي ولایت کې د پولیسو په یوې پوستې برید وکړ.
طالبانو په دایکندي کې ۶ تنه پولیس ووژل
د دایکندي ولایت د امنیې قومندان ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د یاد شوي ولایت د کجران په ولسوالۍ کې د پولیسو په یوې پوستې د برید سره لږ تر لږه ۶ تنه پولیس وژلي دي.
هغه ددې تلفاتو لامل یاد شوي یادو شوو پولیسو سره د درندو وسلو نه شتون په ګوته کړی دی.
د دایکندي د ولایت د امنیې قومندان غلام سخي غفوري خبري رسنیو ته ویلي دي چې له بده مرغه چې تیره شپه طالبانو د کجران په ولسوالۍ کې د پولیسو په یوې پوستې د برید سره ۶ تنه پولیس ووژل. هغه وویل چې د طالبانو برید په شا تنبول شوی دی او په کجران ولسوالۍ کې امنیتي حالات نورمال حالت ته ګرځیدلي دي .
د بله پلوه د دایکندي ولایت د کجران ولسوالۍ اوسیدونکو او مدني فعالانو په یاده شوې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د ضعف او کمزورۍ نه یادونه کړې او ګواښ کړی که چیرې دا ولسوالي سقوط وکړي دا به د دایکندي ولایت سقوط ته لار هواره کړي.
خو د دایکندي د امنیې قومندان بیا دا ادعاګانې رد کړي او ویلي دي چې د خپلې وینې تر وروستۍ قطرې به د خپلې خاورې نه دفاع وکړي .
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی