په فراه ولایت کې د طالبانو لخوا یو بل قتل عام ترسره وشو

په فراه ولایت کې په لسګونو تنه پولیس وژل شوي دي

1088713
په فراه ولایت کې د طالبانو لخوا یو بل قتل عام ترسره وشو

د افغانستان  د فراه په ولایت کې  یو ځل بیا  د لسګونو تنو افغان ځواکونو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

د فراه ولایت سیمه ایزو مقاماتو  او ځینو مشرانو  خبري رسنیو ته ویلي   دي چې طالبانو  د خاک سفید د ولسوالۍ د امنیې قومندان په ګډون  ۴۵ تنه سرتیري  وژل شوي دي.

د فراه ولایت د ولایتي شورا  ځینو غړیو  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  پدې برید کې  د خاک سفید ولسوالۍ د امنیې قومندان عبدالجبار په ګډون  ۴۵ تنو دیر  سرتیري وژل شوي دي. هغه ویلي دي چې  طالبانو پدې برید کې  د افغان ځواکونو اړوند ګن شمیر  وسلې مهمات او پوځي تجهیزات  د طالبانو لاس ته غورځیدلي دي.

د بله پلوه  د اسوشیتید پرس  خبري اژانس  د ولایتي شورا د یو تن غړي  دادالله قانع له قوله لیکلي دي چې  په خاک سفید ولسوالۍ کې د طالبانو برید کې  تر ۳۰ تنو ډیر  افغان پولیس  وژل شوي دي.

هغه ویلي دي چې  پدې برید کې  طالبانو ته هم  ځاني زیان اوښتی دی. ویل کیږي پدې برید کې  ۱۷ تنه  طالب اورپکي وژل شوي دي.

د  بله پلوه  د فراه ولایت د پولیسو ویاند هم  ویلي دي چې  طالبانو تیره شپه  په خاک سفید ولسوالۍ  په برید کې  افغان ځواکونو ته  ځاني تلفات  اړولي دي خو  دقیقه  شمیره يي معلومه نده.

د یادولو وړ ده چې طالبانو  دوه درې ورځې مخکې د خاک سفید ولسوالۍ اړوند  د خوست په کلي کې پراخه بریدونه کړي وو چې په ترڅ کې  ۲۹ تنو پولیسو ژوند  د لاسه ورکړی وو.



اړوند خبرونه