په هرات کې د ناټو پر ځواکونو وسله وال برید شوی

د افغانستان د هرات په ولایت کې  پر ناټو ځواکونو  وسله وال برید شوی دی.

1073543
په هرات کې د ناټو پر ځواکونو وسله وال برید شوی

د هرات ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پرون د مازیګر په ساعتونو کې  د هرات ولایت د شینډنډ په هوايي ډګر کې یو تن افغان افسر د ناټو پر سرتیرو  وسله وال برید وکړ.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو غوڅ ملاتړ ماموریت د یو بیان په خپرولو سره د خپل یو تن سرتیري د وژل کیدو او دوو تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی  دی.

د ناټو لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې  ددوې یو تن سرتیری په هرات کې  وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي  دي.

په بیان کې راغلي دي چې  برید  د یو افغان امنیتي سرتیري لخوا شوی دی.

غوڅ ملاتړ په بیان کې د پیښې نور جزیات  ندي  اعلان کړي دي.

د بله پلوه  د نوموړي برید مسئولیت  طالبانو په غاړه اخیستی دی. د طالبانو ویاند  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي  بیان کې ویلي دي چې  برید ددوې د نفوذي  سرتیري لخوا شوی .

هغه ویلي دي چې برید  د وحیدالله ننګرهاري په نامه  ددوې د پلوي لخوا شوی دی.

د یادولو وړ ده چې  د تیرې پنجشنبې په ورځ  په کندهار ولایت کې  د والي او ناټو غوڅ ملاتړ  د جنرالانو  او یاد شوي ولایت  په جګپوړو امنیتي چارواکیو نفوذي  وسله وال برید وشو.

پدې برید کې  د کندهار والي  ټپي  او د امنیې قومندان  جنرال عبدالرازق  او د ملي امنیت رئیس جنرال مومن  ژوند د لاسه ورکړ. همداشان امریکا  بیا  تیره ورځ اعلان وکړ چې پدې پيښه کې ددوې یو تن جنرال  ټپي شوی دی چې کندهار ولایت کې  د بهرنیو ځواکونو په یو روغتون کې تر درملنې لاندې قرار لري.   

 



اړوند خبرونه