په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو په خاطر د رای اچونې بهیر پیل شو
د افغانستان خلک د پارلمان لپاره نوي غړي ټاکي

د افغانستان خلک نن د ولسي جرګې لپاره نوي غړي ټاکي.
نن د افغانستان خلک د ولسي جرګې د نوو غړیو د ټاکلو په خاطر د دولت د مخالفینو د ټولو ګواښونو، تهدیدونو او ګوتڅنډونو سره سره د رایو د صندوقونو پر لورې روان دي.
په ټول افغانستان کې پرته د کندهار ولایت نه د رای اچونې بهیر پیل شوی دی. د افغانستان د سولې او ثبات تګی ملت د سهار وختي ساعتونو نه په اعتبار سره د ملي وجیبې د ادا کولو او د خپلې خوښې استازي د ټاکلو په خاطر د رای اچونې مرکزونو پر لورې لاړل.
د پلازمینې کابل او یو زیات شمیر ولایتونو نه د ترلاسه شوو معلوماتو او تصویرونو له مخې خلک په ډیر شوق سره د رای اچونې د مرکزونو پر لورې روان دي. د رای اچونې د ډیری مرکزونو په مخکې ډیر لوی لوی کتارونه جوړ دي.
د بله پلوه د رای اچونې په ځینو مرکزونو کې د تخنیکي ستونزو له امله د رای اچونې بهیر د ځنډ سره مخ شوی دی.
د افغانستان د حکومت د رسنیو دفتر او د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د رای اچونې په ځینو مرکزونو کې دا ستونزه منلې ده او ویلي دي چې دا خبره جبران کړي. د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي په هغه مرکزونو کې چې د رای اچونې بهیر د تخنیکي ستونزو له امله د ټاکل شوي وخت نه وروسته په کار پیل کړی وي د رای اچونې بهیر به وروسته پایته ورسیږي.
اړوند خبرونه

د القاعدې د شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا په برید کې ووژل شو.
امریکا له افغانستانه له وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره پر افغانستان برید کوي.