په کندهار کې پارلماني ټاکنې یوه اونۍ وځنډیدې

د افغانستان د کندهار په ولایت کې پارلماني ټاکنې یوه اوونۍ وځنډیدې.

1071903
په کندهار کې پارلماني ټاکنې یوه اونۍ وځنډیدې

د افغانستان د ولسمشر ویاند  ویلي دي چې د کندهار د خلکو د غوښتنې  او د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون په  وړاندیز  د ملي امنیت شورا  په  کندهار ولایت کې پارلماني ټاکنې د یوې اونۍ د ځنډولو پریکړه وکړه.

د یادولو ده چې  ددې سربیره  د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت او د ملي امنیت ریاست  په جلا جلا وړاندیزونو  د ولسمشر محمد اشرف غني په منظورۍ  د کندهار ولایت پخواني د امنیې قومندان شهید عبدالرازق اڅکزي ته  د ستر پاسوالۍ  او ملي امنیت پخواني رئیس  شهید جنرال عبدالمومن  ته  د ډګرجنرالۍ  رتبې ورکړل شوې.

د ویلو ده چې  پرون  د ماسپخین نه وروسته  د کندهار ولایت په مقام کې پر امنیتي غونډې چې د والي په مشرۍ  او  د امریکايی جنرال سکاټ میلر ، د کندهار د امنیې قومندان او ملي امنیت د مشر په ګډون جوړه شوې وه وسله وال برید وشو.

پدې برید کې د کندهار د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق  او د ملي امنیت رئیس جنرال عبدالمومن  په شهادت ورسول شول.



اړوند خبرونه