عبدالله عبدالله ملګروملتونو عمومي اجلاس ته وینا وکړه

عبدالله عبدالله : افغانستان د ترهګرۍ سربیره د کډوالۍ او وچکالۍ سره هم مبارزه کوي

1057670
عبدالله عبدالله ملګروملتونو عمومي اجلاس ته وینا وکړه

د افغانستان اجراییوي رئیس  ډاکټر عبدالله  ویلي دي چې  حکومت د طالبانو سره  د سولې مذاکراتو ته  ژمن  دی. حکومت  پدې اړه  عظیمه اراده لري.

عبدالله عبدالله د ملګروملتونو ۷۳ یم عمومي اجلاس ته په وینا کې وویل « افغانستان حکومتد ترهګرو ډلو او سازمانونو پر خلاف ډیره قوي  مبارزه کړې او مبارزې ته دوام  ورکوي. افغانستان حکومت د ترهګرو د لمنځه وړو په خاطر  د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې کړي دي.

عبدالله وویل چې  ځینې هیوادونه  د خپلو ګټو او شخصي منافعو په خاطر  د ترهګرو ډلو او سازمانونونه  ناوړه استفاده کوي. ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه  د یو هیواد  دنده  نده . دا د ټولو  دنده  او مسئولیت دی. ټول باید  په ګډه  مبارزه وکړو.

هغه  زیاته کړه چې  افغان حکومت د طالبانو سره  د سولې د مذاکراتو په خاطر  ډیرې زیاتې هلې ځلې کړي دي  او هلو ځلو ته به دوام ورکړي.

هغه  طالبان  یو ځل بیا  د سولې مذاکراتو ته راوبلل  او وویل  چې د طالبانو لخوا د سولې د منلو په صورت کې به  هغوې ته  ټول هغه حق او حقوق  ورکړل شي  چې نور افغانان ترینه  برښمند دي.

عبدالله عبدالله وویل چې  افغان حکومت  د طالبانو سره  د سولې مذاکراتو ته  ژمن دی  او پدې اړه قوي اراده هم  لري

عبدالله  وویل چې  نن ورځ  یو زیات شمیر هیوادونه  شتون لري چې ترهګرو ته  پناه ورکړې ده. دا هیوادونه باید  د ترهګرو غړي  او مشران  ونیسي او عدالت منګولو ته يي وسپاري. پدې ډول  ترهګر له منځه وړی شو.

هغه وویل چې  افغانستان  دم  ګړۍ  د وچکالۍ، ګډوالۍ  او ترهګرو په څیر  د ډیرو  جدي ستونزو سره  لاس او ګریوان  دی. مونږ  په عینې وخت کې ددې ټولو  پر وړاندې مبارزه کوو. پدې مبارزه کې د نړۍوالې ټولنې او دوستو هیوادونو نه د مرستې او همکارۍ تمه کوو.



اړوند خبرونه