په زابل کې زنداني  طالب  ۱۲ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله.

په زابل کې یو تن زنداني طالب قتل عام وکړ

1055283
په زابل کې زنداني  طالب  ۱۲ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله.

په زابل کې زنداني  طالب  ۱۲ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله.

دا پیښه  تیره شپه  رامنځته شوې ده .

د زابل نه د ترلاسه شوو معلومات له مخې  تیره شپه  یو تن زنداني  طالب  د شهر صفا ولسوالۍ  په محبس  کې  د یو تن  پولیس  د اسلحې  په اخیستو سره ۸ تنه پولیس مړه  او ۴ تنه نور ټپیان کړل.

د زابل ولایت د امنیت امر هم  د پيښې پخلی کړی دی  او ویلي دي چې  دا پيښه  تیره شپه  رامنځته شوې ده. هغه ویلي دي چې  د مرګ ژوبله دقیقه شمیره  معلومه نده . د پيښې دقیق  جزیات  او د مرګ ژوبله شمیره به وروسته د خبري رسنیو سره شریکه شي.

همداشان  یوې بلې سرچینې  بیا  ویلي دي چې پیښه  د ماښام  د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده . یو تن زنداني طالب  د ماښام د لمانځه پر مهال  د یو پولیس نه  چې په لمانځه ولاړ وو اسلحه واخیسته  او په شاوخوا يي ډزې پیل کړې.

ویل کیږي  پدې پیښه کې د شهر صفا د ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ جنايي  او اداري مدیران هم  وژل شوي دي.

د پيښې مسئولیت  طالبانو په غاړه اخیستی دی. د طالبانو د ویندویانو نه  قاري یوسف احمدي  د ټولنیزې مډیا له له لارې په خپور کړي  بیان کې ویلي دي چې  دا برید  د یو زنداني طالب لخوا  چې د کندهار ولایت نه  د زابل شهر صفا ولایت ته راانتقال شوی وو  لخوا شوی دی.

په بیان کې راغلي دي چې  دا پیښه  د شهر صفا ولسوالۍ په امنیې قومندانۍ کې رامنځته شوې ده  او زنداني طالب  اوس هم  د امنیتي ځواکونو سره  په نښته کې ښکیل دی.

ویل کیږي د شهر صفا د ولسوالۍ  ودانۍ یوې برخې  اور اخیستی دی. داسې ښکاري چې  برید کوونکي  د وسلو او مهماتو ډیپوګانو ته  ځان رسولی دی  او جګړه  اوس هم  دوام لري.



اړوند خبرونه