په کابل کې یو قاضي او یو هم د پولیسو روزونکی ووژل شول

د افغانستان د پلازمینې کابل کې د هدفي وژنو په لړ کې داځل  یو قاضي  او یو تن هم  د پولیسو روزونکی ووژل شو.

1047210
په کابل کې یو قاضي او یو هم  د پولیسو روزونکی ووژل شول

 

تیره شپه  په پلازمینه کابل کې  د میدان وردګو د ولایت  قاضي  فضل الکریم حنیفي  د خپل کور په مخکې  د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شو.

همداشان  تیره شپه د کابل  د پولیسو د دولسمې حوزې په مربوطاتو کې د احمد شاه بابا په مینه کې  د پولیسو  یو تن روزونکی  هم  د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا ووژل شو.

د کابل د پولیسو ویاند  حشمت الله ستانکزي  د دواړو پيښو  پخلی کړی او ویلي دي چې  د نوموړو بریدونو په تړاو  تر اوسه پورې څوک نیول شوي ندي خو تحقیقات پیل شوي دي.

د بله پلوه  د میدان وردګو د ولایت  د سید آباد د ولسوالۍ سیمه ایزو چارواکیو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  قاضي فضل الکریم  حنیفي  د کابل د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې د کمپنۍ په سیمه کې د خپل کور په مخکې د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوی دی.

د ویلو ده چې پدې وروستیو کې  په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه په پلازمینه کابل کې هدفي وژنو کچه د پام وړ لوړه شوې ده .



اړوند خبرونه