په هلمند کې د یوې کورنۍ ۱۲ تنو غړیو ته  مرګ ژوبله واوښته.

په هلمند کې د ملکي وګړو په کور راکټي برید شوی دی

1046306
په هلمند کې د یوې کورنۍ ۱۲ تنو غړیو ته  مرګ ژوبله واوښته.

 

د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې  د ملکي وګړو په یو کور  د راکټ د لګیدو له امله  ۶ تنه مړه او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت د امنیې قومندانۍ  ویلي دي چې دا پيښه  تیره شپه  رامنځته شوې ده . د امنیې قومندانۍ ویلي دي چې  دا راکټ د طالبانو لخوا توغول شوی دی.

د امینې قومندانۍ ویلي دي چې دا لومړی ځل ندی چې طالبان په ملکي میشتو سیمو راکټي برید کوي.

طالبانوددینه وړانډې هم په کراتو په ملکي میشتو سیمو  راکټي بریدونه کړي دي.

ویل کیږي په پیښه کې وژل شوي  کسان  د یوې کورنۍ غړي دي.



اړوند خبرونه