په کابل کې د تيرې ورځې د بريدونو مسئوليت داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخيست

د کابل د تيرې ورځې خونړي بريدونه داعش ترهګرې ډلې کړي

1044004
په کابل کې د تيرې ورځې د بريدونو مسئوليت داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخيست

په کابل کې د تيرې ورځې د خونړيو بريدونو مسئوليت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخيست. 

داعش ترهګرې ډلې پلوي د اعماق په نامه خبري سايت کې د خپور شوي بيان له مخې تيره ورځ د کابل د دشت برچي په سيمه کې دواړه بريدونه د داعش ترهګرې ډلې لخوا شوي دي. 

په بيان کې راغلي دي چې لومړنی بريد د صابر الخراساني په نامه د ځانمرګي لخوا شوی دی. 

داعش ويلي دي چې دويم بريد هم ددوې لخوا شوی دی چې په دواړو بريدونو ۱۵۰ تنو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

 د بله پلوه طالبانو د کابل د تيرې ورځې بريدونو په اړه سخت غبرګون ښودلی او په کلکه يي رد کړي دي. 

هغه ويلي دي چې طالبان په ملکي ځايونو بريدونه نکوي او ملکي ميشتو سيمو بريدونه غندي. 

د ويلو ده چې د کابل د تيرې ورځې په غبرګو بريدونو کې لږ تر لږه ۲۳ تنه مړه او تر ۹۰ تنو ډير ټپيان شوي دي. 

د کابل امنيتي سرچينو ويلي دي چې په قربانيانو کې دوه تنه خبريالان هم شتون لري. 

همداشان په ټپيانو کې خبريالان او پوليس هم شتون لري.



اړوند خبرونه