پکتیا په جاني خیلو ولسوالۍ کې په پوځي هډې خونړی برید شوی

د افغانستان  د پکتیا ولایت د جاني خیلو په ولسوالۍ کې  د افغان ځواکونو په یو مرکز  خونړی برید شوی دی.

1042643
پکتیا په جاني خیلو ولسوالۍ کې په پوځي هډې خونړی برید شوی

 

د پکتیا ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  طالبانو تیره شپه  د جاني خیلو په ولسوالۍ کې  په  یوې پوځي  هډې  ډله ایز برید وکړ چې په پایله کې  د ۱۳ تنو د ملي اردو سرتیرو او ۳ تنو سیمه ایزو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی  او تر ۱۵ ډیر ټپیان شوي دي.

د پکتیا ولایت د والي ویاند  د برید پخلی کړی دی  چې  طالبانو تیره شپه  د جاني خیلو په ولسوالۍ کې په پوځي  هډې  برید کړی دی.

هغه ویلي دي چې  د طالبانو لخوا پر پوځي هډې د برید نه وروسته  قوي نښته رامنځته شوې چې په ترڅ کې  ۲۸ تنه طالب اورپکي  وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو بیا  د جاني خیلو د ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده .

د طالبانو ویاند  ذبیح الله مجاهد  د یو بیان په خپرولو سره د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده .

هغه  پدې برید نښته کې  د ۳۰ تنو پوځیانو د وژلو ادعا کړې ده .

افغان چارواکیو د طالبانو دا ادعا په کلکه توګه  رد کړې ده  او ویلي دي چې د جاني خیلو په جګړه کې طالبانو ته  ستر ځاني زیان اړولی دی. 



اړوند خبرونه