طالبانو په تخار کې د ای خانم پر بندر برید کړی

د افغانستان په شمال کې د تخار په ولایت کې  طالبانو  د ای خان  د بندر  د سرحدي پولیسو پر مرکز  وسله وال برید کړی دی.

1030913
طالبانو په تخار کې د ای خانم پر بندر برید کړی

 

د تخار ولایت د پولیسو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو  تیره شپه د یوې بجې په شاوخوا کې  د آی خانم  د بندر د سرحدي پولیسو په مرکز  برید وکړ.

د هغه په وینا  پدې برید کې  ۱۲ تنه سرحدي پولیس وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي دي چې طالبانو  د ای خانم  د بندر د ګمرک ودانۍ هم  سوځولې ده .

همداشان  طالبانو د یادې شوې پوستې  وسلې او مهمات  له ځان سره وړي دي.



اړوند خبرونه