په مزار کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه وشوه

د افغانستان په شمال کې  په مزار شریف کې چاودنې  د یوې کورنۍ ۱۳ تنو غړیو ته مرګ ژوبله واړوله.

1028181
په مزار کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه وشوه

 

د مزار شریف نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې دا پیښه  د نن  د سهار په وختي ساعتونو کې د شولګرې په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .

د شولګرې د ولسوالۍ د امنیې سرپرست قومندان  خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن چارشنبه  د سهار په پنځو بجو او ۳۰ دقیقو  د ملکي وګړو  په یو موټر  چاودنه وشوه.

هغه ویلي دي چې  چاودنه  په یوې سراچه ډوله موټر چې د یوې کورنۍ ۱۳ تنو پکې سفر کولو  شوې ده .

د هغه په وینا پدې پيښه کې  ۶ تنه مړه او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

چاودنه  د ملکي وګړو په موټر د سړک په غاړه ځای په ځای شوي ماین  د چاودنې له امله رامنځته شوې ده .

هغه ویلي دي چې پيښه  د شولګرې ولسوالۍ د قوچ قزل  په سیمه کې  رامنځته شوې ده.

د پیښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم  شتون لري.



اړوند خبرونه