په پیښور کې د افغانانو د یوې کورنۍ ۶ ورونه ووژل شول
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پیښور کې ښار کې ۶ افغان ورونه د وسله والو لخوا وژل شوي دي.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پیښور کې ښار کې ۶ افغان ورونه د وسله والو لخوا وژل شوي دي.
د پیښور نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې دا پيښې د دوشنبې د شپې په ناوخته ساعتونو کې رامنځته شوې ده .
د پیښور د صدر د پولیسو یو تن چارواکي شوکت خان د پيښې پخلی کړی دی او خبري رسنیو ته ویلي دي چې د دوشنبې د شپې په ناوخته ساعتونو کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځه سخته نښته وشوه چې په ترڅ کې ۶ تنه افغانان او یو تن پاکستاني وګړي ژوند د لاسه ورکړی او ځینې کسان ټپیان شوي دي.
پولیس مشر ویلي دي چې پدې نښته کې د افغانانو نه دوه تنه ټپیان شوي هم دي.
پولیس مشر ویلي دي ګمان کیږي چې دا نښته د واده د مسلې او وړاندیز له امله رامنځته شوي وي.
ویل کیږي پاکستاني کورنۍ افغان کورنۍ نه لور غوښتې وه چې د افغان کورنۍ لخوا يي وړاندیز رد شوی وو.
وروسته د دواړو ترمنځه خبره فزیکي شخړې او بیا وسله والې نښتې ته ورسیده.
په نښته کې د یوې افغان کورنۍ شپږ ځامن او یو تن پاکستانی وژل شوي دي.