په افغانستان کې په امريکايي ځواکونو خونړی بريد شوی

په ارزګان ولايت کې په امريکايي ځواکونو بريد شوی

1007994
په افغانستان کې په امريکايي ځواکونو خونړی بريد شوی

د افغانستان د ارزګان په ولايت کې په امريکايي ځواکونو بريد شوی دی. 

د ارزګان ولايت نه د ترلاسه شوي خبر له مخې يو تن افغان سرتيري په امريکايي سرتيرو خونړی بريد کړی چې پايله کې يو تن امريکايي سرتيری مړ او درې تنه نور ټپيان شوي دي. 

د امريکا د دفاع وزارت د پيښې پخلی کړی او ويلي دي چط په پيښه کې يو تن سرتيری مړ او درې تنه نور ټپيان شوي دي. 

پنټاګون د ټپيانو حالت د ډاډ وړ بللی زياتو جزياتو ورکولو نه يي ډډه کړې ده. 

په افغانستان کې ميشتو د ناټو ځواکونو هم د پيښې پخلی کړی خو د جزاياتو ورکولو نه ډډه کړې.



اړوند خبرونه