د افغانستان د ځانګړو ځواکونو یو مهم قومندان په پلازمینه کابل کې ووژل شول.
قومندان عزیز الله کاروان ووژل شو
د افغانستان د ځانګړو ځواکونو یو مهم قومندان په پلازمینه کابل کې ووژل شول.
پیښه د کابل په زړه کې د مکروریانو په سیمه کې رامنځته شوې ده .
د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې تیره شپه د ماسخوتن د اته نیمو بجو په شاوخوا کې په مکروریانو کې د پکتیکا ولایت د صفر یو په نامه د ځانګړو ځواکونو د قطعې پر قومندان عزیز الله کاروان خونړی برید وشو.
د برید مسئولیت طالبانو په اړه اخیستی دی.
طالبانو ویاند د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د پکتیکا د صفر یو د ځانګړو ځواکونو د قطعې قومندان په پلازمینه کابل کې په یو چیریکي برید کې ووژل شو.
د یادولو وړ ده چې قومندان کاروان یو ډیر ټکړه او پياوړی قومندان وو چې په ډیری عملیاتو کې به يي پخپله ونډه اخیستې .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د پکتیکا ولایت د ځانګړو ځواکونو قومندان عزیز الله کاروان د دریمو مکروریانو په سیمه کې د نامعلومو وسله والو کسان لخوا وژل شوی دی.
قومندان عزیز الله کاروان د دریمو مکروریانو په سیمه کې د خپلې کورنۍ سره په فردوسي پارک کې ناست وو چې وسله وال برید په وشو.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی