طالبانو د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ یو ځل بیا پراخه بریدونه کړي دي.
طالبانو پر بادغیس کې د ابکمري په ولسوالۍ پراخه بریدونه کړي

طالبانو د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ یو ځل بیا پراخه بریدونه کړي دي.
د بادغیس ولایت نه ترلاسه شوي رپوټ کې ویل شوي دي چې طالبانو تیره شپه یو ځل بیا په ابکمري ولسوالۍ برید وکړ چې وروسته سخته نښته وشوه.
په نښته کې د ۱۵ تنو پاڅون کوونکو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی. ویل کیږي پاڅون کوونکي د افغان ځواکونو مرستې ته تللي وو چې د طالبانو لخوا وژل شوي دي.
د بله پلوه نن د سهار په ساعتونو کې د جګړې په سیمه کې د چاودنې نه هم خبر ورکړ شوی دی.
ویل کیږي کله چې جګړه پایته ورسیده د سهار په ساعتونو کې د سیمې خلک د مړو د انتقال په خاطر ولاړ چې د یو مړي لاندې ځای په ځای شوی ماین وچاودید.
پدې پیښه کې دوو تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ.
د بادغیس والي عبدالغفور ملکري د پیښې پخلی کړی دی . هغه ویلي دي چې طالبانو تیره شپه یو ځل بیا په ابکمري ولسوالۍ پراخه بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو د سخت مقامت سره مخ شول.
هغه زیاته کړې ده چې طالبانو د بریدونو نه وروسته امنیتي ځواکونو د هغوې په پټنځایونو او مرکزونو درانده هوايي بریدونه کړي چې ګڼ شمیر طالب اورپکي پکې وژل شوي دي.
والي ویلي دي چې د هوايي عملیاتو په پایله کې طالبان په شا تګ او تیښتې ته اړ شوي دي.
د یادولو وړ ده چې طالب اورپکو درې ورځې مخکې د بالامرغ آب په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په یوې پوستې د برید او وروسته تازه دمو راغلو ځواکونو ته د کمین د نیولو په پایله کې ۳۰ تنه افغان سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی وو.