د پاکستاني طالبانو د مشر د وژل کیدو پخلی وشو

افغانستان د پاکستاني‌ طالبانو  د مشر ملا فضل الله د وژل کیدو  د ادعا پخلی وکړ.

993015
د پاکستاني طالبانو د مشر د وژل کیدو پخلی وشو

 افغانستان د پاکستاني‌ طالبانو  د مشر ملا فضل الله د وژل کیدو  د ادعا پخلی وکړ.

د ویلو ده چې امریکا  د افغانستان په ختیځ کې په کونړ ولایت کې د په هوايي برید کې د پاکستاني‌ طالبانو د مشر ملا فضل الله د وژلو ادعا وکړه.

امریکا ویلي‌ دي‌ چې د پاکستاني‌ طالبانو په مشر ملا فضل الله   په کونړ ولایت کې د ډرون په برید کې وژلی دی. 

د بله پلوه د افغانستان  د دفاع د وزارت ویاند د ملا فضل الله د وژلو پخلی وکړ او وویل چې هغه په کونړ ولایت کې د امریکا د ډرون په برید کې وژل شوی دی.

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش نن خبري‌ رسنیو ته وویل چې ملا فضل الله د چارشنبې په ورځ د جون په ۱۳ مه نيټه  وژل شوی دی.

د امریکا د پوځ د ویندویانو نه مارتین اوډونل پرون  ویلي‌ وو چې په کونړ کې په ترهګرو برید کړی چې پدې برید کې ګمان کیږي‌ چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله هم شتون ولري.

د ویلو ده چې ملا فضل الله د ۲۰۱۳ کال راهیسې د پاکستاني‌ طالبانو مشري‌ کوله چې په ۲۰۱۴ کال کې په ملالې یوسفزۍ د خونړي‌ برید امر ورکړی وو.

 



اړوند خبرونه