د افغانستان د لوګر په ولایت کې  د سترې فاجعې مخه ونیول شوه

په لوګر کې ۴ تنه ترهګر د ماینونو د خښولو پر مهال ونیول شول

993030
د افغانستان د لوګر په ولایت کې  د سترې فاجعې مخه ونیول شوه

د افغانستان د لوګر په ولایت کې  د سترې فاجعې مخه ونیول شوه.

د لوګر ولایت امنیتي‌ ځواکونو څلور تنه ماین خښوونکي‌ چې غوښتل يي‌ د اختر  دا مبارکې او د خوښې ورځې په هیوادوالو په ویر او ماتم بدلې کړي‌ لاس په لاس ونیول.

د لوګر ولایت د پولیسو ویاند شاهپور احمدزي خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ امنیتي‌ ځواکونو ۴ تنه ماین خښوونکي‌ چې غوښتل د پادخواب د کلي‌ په لویه لار کې ماینونه خښ کړي خپلې شومې موخې ته د رسیدو نه مخکې ونیول.

د ویلو ده چې  د نوموړو کسانو د نیولو سره د اختر په ورځو کې د سترې فاجعې مخه ونیول شوه.

د نیول شوو ترهګرو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي‌ .

د ویلو ده چې افغان حکومت د اختر د ورځې په مناسبت د طالبانو سره اوربند اعلان کړی دی. همداشان طالبانو هم د اختر په دریو ورځو  کې اوربند اعلان کړی دی.



اړوند خبرونه